IQNA

په اګست میاشت کې

د مدینې د قرآن کریم د چاپ له کملیکس څخه ۹۷زره کسانو کتنه کړې(انځوریز راپور)

10:33 - September 04, 2025
د خبر لمبر: 3491648
ایکنا- د ۲۰۲۵کال په اګست میاشت کې د ۳۱ هیوادونو  څه دپاسه ۹۷زره کسانو  په مدینې منورې کې د ؛ملک فهد؛ نومې د قرآن د چاپ او نشر د کمپلیکس کتنه کړې ده.

یکنانیوز د  له قوله راپور راکوي، په مدینې منورې کې د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس  د روان کال په اګست میاشت کې  د ۳۱ هیوادونو څخه د  اوه نوي زره ، دوه سوه پنځه څلویښت کسانو ددغه ټولګې د لیدو شاهد ؤ چې  دا ټول د مدینې منورې زیارتوال ،عمره کونهکي او د د عربستان د ملګ عبدالعزیز ؛ قرآن نړیوالو سیالیو میلمانه ؤؤ.

لیدونکو  چې د انډونیشیا،فرانسې، جرمني، هندوستان، پاکستان،  چین،عراق،مصر او امریکا ښاریز وو، د ملک فهد کمپلیکس کې  د قرآن کریم د چاپ او نشر له مختلفو مرحلو سره آشنا شول او ددغه کمپلیکس ئې ډيره ستاینه او صفتونه وکړل.

 ددغه قرآنی کمپلیکس  د لیدو پروګرام  هره ورځ او په دوو مرحلو کې یعني ،سهار او مازدیګر ترسره شوی دی.

ملک فهد د قرآن د چاپ او نشر کمپلیکس  په درستې نړۍ کې  د قرآن کریم د چاپ او ویشلو ترټولو لوي مرکز  دی چې د ۱۹۸۴کال د اکتوبر په دیرشمه نیټه په مدینې منورې کې ئې مخ کتنه شوې ده.

 دغه ټولګه  په عربستان کې یو ترټولو مهم اوسمهاله دیني او کلتوري مرکز شمیرل کیږی  چې په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی هیوادونو کې  په مختلفو روایتونو سره  دق رآن کریم  په د صحیح نسخو په چاپولو او ویشلو کې مهم رول  لري.

  د ملک فهد  کمپلیکس  پر چاپ او نشر  د څارنې سسټم  په څو مرحلو کې ترسره کیږی چې پر لومړني نظارت او کتڼرول سربیره ،  د نهائي چاپ او ارزونې  په وخت  کنټرولول او څارنه ئې خاص  مثالونه دي. 

 د څارنې د مرکز ترڅنګ  د قرآن کریم د ترجمې او ژباړې مرکز  هم  په مختلفو ژبو د وحي د  کلام د ترجمې دنده په غاړه لري ، دغه اقدام  د هغو مسلمانانو  لپاره د قرآن کریم  د درک  د آسانتیاؤ په خاطر  ترسره کیږي چې په عربی ژبې نه پوهیږي،یو داسې اقدام چې د خداوند ټولو بندګانو ته د الهي پیغام د رسولو لپاره د پیغمبر اکرم(ص) د سپارښتنو په لړ کې دی.

 

https://iqna.ir/fa/news/4303175

captcha